





د بېړنی غبرګون د افیمی نشو د استحصال لپاره
!هڅه وکړئ چې کس را پاڅوئ
کس وخوځوئ او که نوم یی پېژنۍ، نوم یی په تیزه ووایئ
که ځواب نه کوي، سینه, پاڅنۍ ملا, یا چجه یی مالش کړئ
که چرې بیا هم ځواب نه کوي او سا نه اخلي، او پوستکې یی یخ یا خولن وی، وګڼئ چې دا استحصال دی. بندوبست یی وکړئ
د پزې دوا پاشي نالوکسون ورته ورکړئ
ده کس سر شا ته کړئ
نالوکسون ده دبلي نه لری کړئ او په احتیاط سره یی ورله په سپیژمه کښی داخل کړئ
په پلنجر زور کړئ او ده نالوکسون لمړی مقدار ورکړئ
دوه درې دقیقې صبر وکړئ، که کس بیا هم پخپله سا نه اخلي نو په بله سپیژمه کښی د نالوکسون مقدار داخل کړئ
نالوکسون داخل کولو نه پس ۹۱۱ ته زنګ ورکړئ
چی سه وګورۍ تش ده هغې راپور ورکړئ، ځان نه خبرې مه جوړوئ
ده “نشې” یا د “مقدار د زیاتوالي” د تکو نه ډډه وکړئ
چی کله کومک را ورسی، EMS ته ووایئ چی کوم نشئ څیزونه کارولی شوي او د ورکړی شوي نالوکسون مقدار څه وو
حغه لاروي کوم چی د کالیفورنیا د ګډ سمارتن قانون د لاندې د افیمی نشو د استحصال په ځواب کښې نالوکسون داخل کړي، هغو ته محدوده تحفظ حاصل دی که چرې دوي پخپله د نشې د اثر لاندې وی یا ورسره ذاتی استعمال لپاره په لږ مقدار کښی نشه هم وي
د سا نظارت
که سا ګډه وډه وي یا بنده شي، د سا د بچ کولو بندوبست وکړئ ( CPR که زده کړه لرۍ) د نالوکسون د لمړي او دویم مقدار تر مینځه
پام وکړۍ چی د خپلې او د هغه کس د خلې تر مینځه حفاظتي مانع ولرئ
که بیا هم سا نه اخلي، دوه درې دقیقې وروسته ورله په بله سپیږمه کښی د نالوکسون دوېم مقدار داخل کړئ
چی کله په خپله سا اخستل پیل کړي، په ډډه یې سملوئ
کس سره پاتې شئ
کله پورې چې EMS نه وي راغلی، که ممکنه وي نو کس سره پاتې شئ. که د EMS د راتلو نه وړاندې تاسو تلل غواړئ، نو په ډډه یې سملوئ
کله چې کس راویښ شی، په ارام سره ورته وضاحت وکړئ او ځاې ورله ورکړئ
د نالوکسون اثر د دیرشو نه واخله تر نوي دقائق پورې وی. که بیا هم چرې اپیمي نشه په جسم کښې موجوده وي، د مقدار زیاتوالی یا د استحصال پېښه کیدی شي
مهمه د چې هغو د جایزې او مرستې لپاره روغتون ته لاړشي خو که تلل نه غواړي، پکار د چې څوک یې د څلورو ساعتو لپاره نظارت وکړی که چرې بیا د مقدار د زیاتوالۍ څخه ناروغه شي
که هغه کس چرې بیا ناروغه شي، یو ږل بیا ورلو دا علاج د سره وکړئ
د افیمی نشو د استحصال نښانې
یو څوک چې د ډیر مقدار څخه رنځ وي ممکن د لاندې نښو څخه کوم یو څرګند کړي
بې ځوابی يا بې هوشی
کم, بې قراره, یا غائب تنفس
ورو یا غائب نبض
د خڼار, غړار, یا خفګۍ آوازونه
زیړ, یخ, یا خولنه څرمن
کمزوري عضلات
اودي, کاسني, یا ایرو رنګي شونډې یا نوکونه
پریزنټشن
دا پریزنټېشن د نسخې درملو او د فنټانیلو په مهفوظ استعمال باندې دی، او دا د اوردوز نه د بچ کولو روزنه هم شاملوي. موږ به په دې پریزنټیشن کې وګورو چې د نسخې درمل (خواب ورکوونکي، سټمولنټ، یا اپیایډونو) او د فنټانیلو څښه مرګونه څنګه تړلي دي . تاسو به دا هم زده کړئ چې څنګه اوردوز یا زیاتویلی پیژندلېداي او بېرته کېداي شي.
د شوروع کولو دمخه، دا هغه موضوعات دي چې په کومو به موږ په دې روزنه کې نور بحث کوو
د سبسټنس یوز ډسارډر (SUD) او د اوردوز اثرات
د نسخې د نشو محفوظ استعمال
د نسخې د نشو او د غېر قانوني نشو په اړه بحث
د نالوکسون کتنه
د زیاتوالي نه د بچ کولو طریقه
اقدام چې تاسو پورته کولی شئ
سرچینې
د پریزنټیشن لیدو یا د پریزنټیشن سلایډ یا سکریپټ ډاونلوډ کولو لپاره ، لاندې لینکونو باندې کلیک وکړئ